ملګرو ملتونو د یاممتو پر ځای د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې ده. د راپورونو له مخې دیبورا لیونز دافغانستان لپاره د ملګرو نوې ځانګړې استازې او دیوناما مشره ټاکل شوې ده. نوموړې دکاناډا اوسیدونکې او د بشري حقونو ددفاع په برخه کې مشهوره ده. تر دې وړاندې تادامیچی یاممتو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د یوناما مشر و. هغه له ۱۳۹۴ کال راهیسې دغه ماموریت ته ادامه ورکوله. هغه تېره اونۍ په یوه خپاره کړي پیغام کې وویل چې په افغانستان کې یې ماموریت پای ته رسېدلی دی او هیله لري چې روان کال د افغانستان لپاره د سولې، پرمختګ، امنیت او سوکالۍ کال وي.