د الماني رسنیو د راپور له مخې ددغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته دوی دا پلان لري چې خپل ځواکونه په افغانستان کې کم کړي. المان دمګړی په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتېري لري چې د هېواد په شمال کې مېشت دي او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې ته ادامه ورکوي. المان وایي چې خپل ماموریت ته به د اتلس سلنې سرتېرو په کمولو ادامه ورکړي. الماني حکومت تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خپل فعالیت ته ادامه ورکوي.