د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي دغه پېښه په موسی کلا ولسوالۍ کې شوې ده. عمر ځواک وایي ماین د وسله والو طالبانو له لوري د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی و چې د عامو وګړو پر یوه موټر یې چاودنه کړې ده. دده په خبره په پېښه کې دوه ماشومان، ددوی پلار او څلور کاریګر وژل شوي دي. دغه کسان په یوه موټر کې موسی کلا ته پر لار وو چې یاده پېښه رامنځ ته شوې ده. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.