د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ خونړۍ جګړه نښتې ده چې له امله یې دوی د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي، مخابراتي شبکې غیر فعال شوې دي، موټرونو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، نو دوی اړ دي چې ساعتونه له خپلو ښځو او ماشومانو سره پلی مزل وکړي. بلخوا د ارغنداب ولسوالۍ ځايي امنیتي مسوولین له مرکزي ادارې د مرستې غوښتنه کوي او په خبره یې دا ولسوالي د کندهار د امنیت لپاره خورا مهمه ده. ددوی په خبره د طالبانو پر وړاندې جګړه کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي دي خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.