پر افغانستان د امریکا د مرستو کمېدل ښایي د مرکزي حکومت د پاشل کېدو سبب شي. امریکایي څېړونکي په دې باور دي چې افغانستان دمګړی په حساسو شرایطو کې دی او د بهرنیانو پراخو مرستو ته اړتیا لري نو له همدې امله د امریکا د مرستو بندول ښایي ستونزې ډېرې کړي. د امریکا د منځني ختیځ انستیتوت د جنوبي اسیا د برخې مسوول ډاکټر ماروین واینبام له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، دغه مرستې ښایي ملکي برخه زیانمنه کړي او د معاشونو په ورکړه کې ستونزې راولاړې کړي. واینبام وایي دا جدي موضوع ده او د فشار ددوام په صورت کې ښایي د مرکزي حکومت د پاشل کېدو سبب شي. ده همدا راز ویلي امریکا طالبانو ته خورا ډېر ارزښت ورکوي او ویلي یې دي چې د مرستو کمول به له طالبانو سره د سولې پر هوکړه کوم منفي اغېز و نه لري.