امریکا وایي لا هم هیله من دي چې افغان مشران روان کړکېچ ختم کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته د خبرو پر مهال ویلي په افغانستان کې د ټاکنو له امله را ولاړ شوی کړکېچ باید د خبرو له لارې حل شي او افغان حکومت باید د سولې په اړه ګډې خپرې شوې اعلامیې ته ژمن وي. دده په خبره لا هم هیله لري چې افغان مشران وکړی شي رامنځ ته شوی کړکېچ حل کړي او د یوه ګډ حکومت په جوړولو سره سلا شي. مایک پمپیو همدا راز ویلي چې د سولې هوکړې ته ژمن دي او پړاو په پړاو یې عملي کېدو ته ګامونه اخیستل کېږي. ده دغه راز په کابل کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او پر افغانانو یې غږ کړی چې ددغه ډول بریدونو پر وړاندې سره متحد شي او د ترهګرۍ په ځپلو کې له یو بل سره همکاري وکړي.