امریکا وایي له افغانستان به د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکوي. د امریکا ددفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ټول پوځ او ددوی د کورنیو پر سفرونو یې بندیز لګولی دی، خو یوازې له افغانستان د سرتېرو ایستل استثنا دي. د مارک ایسپر په خبره له افغانستان به د سولې له هوکړې سره سم د سرتېرو ایستل ادامه لري پاتې د امریکا د پوځ پر ټولو سفرونو بندیز لګېدلی دی. دغه بندیز د کرونا ویروس د پراختیا له امله لګېدلی دی. رسنۍ وایي چې تر دې دمه ۲۲۷ امریکایي عسکرو د کرونا ویروس ازمویښت مثبت ثابت شوی دی. ایسپېر د ټولو نظامي تمریناتو د لغوه کولو خبره هم کړې ده، خو وایي د امریکا د ملي امنیت د تامین چاره به په نورماله توګه روانه وي.