په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو شمېر تر شل زره واوښت. د هېوادونو د رسمي شمېرو له مخې همدا راز په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر هم تر ۴۵۰ زره اوښتی دی. ایټالیا د مړینې او مثبتو پېښو تر ټولو لوړه شمېره لري. په تېره یوه ورځ کې ۶۸۳ کسان په ایټالیا کې کرونا ویروس وژلي دي. په دغه هېواد کې د مړینو ټول شمېر ۷۵۰۰ ته رسېدلی دی. په اسپانیا کې بیا د مړینې شمېره ۳۴۰۰ ته رسېدلې ده. په ایران، امریکا، فرانسه او المان کې هم کرونا ویروس د پراختیا په حال کې دی او د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.