عامې روغتیا وزارت وایي چې ښایي د ګرځبندیز لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي. د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په تازه خبري غونډه کې ویلي چې په کرونا د اخته کسانو له ډلې پنځه یې صحي کارکوونکي دي او ۲۸ نور یې له بهر هېواد ته راغلي دي. ددغه وزارت چارواکو همدا راز ویلي که د کرونا مثبتې پېښې په نورو ولایتونو کې هم ډېرې شي نو د ګرځبندیز لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي. عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی چې ددوی سپارښتنو ته پام وکړي او په دې توګه ځان او خپلې کورنۍ د کرونا له خطرونو وساتي.