د ولسمشرۍ مدعي او پخوانی اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، دوی د روان بحران د حل لپاره خبرو اترو ته تیار دي. نوموړي نن په یوه خبري کنفرانس کې د سیاسي اختلافاتو له امله د امریکا د یو میلیارد ډالري مرستې بندېدو ته په اشارې وویل چې، د یو میلیارد ډالرو مرستې بندېدل لومړی ګام دی او که چېرته ستونزې حل نشي ښایي د نورو اقداماتو شاهدان هم واوسي. عبدالله ویلي، ده افغانستان ته د مایک پومپیو تر سفر وروسته له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ټول مسایل په پوره انعطاف مطرح کړي دي خو په وینا یې مقابل لوري هیڅ نرمښت ونښود او دا چاره د روان سیاسي بحران لامل شوه. هغه څرګنده کړې چې دی د فرد لپاره نه بلکې د افغانستان د ولسواکۍ د بقا لپاره مبارزه کوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، هیڅوک حق نلري چې امنیتي ځواکونه سیاست کې شامل کړي. عبدالله وویل، له طالبانو سره مذاکراتي پلاوی باید د ټول افغانستان استازولي وکړي. هغه دغه راز پر طالبانو غږ کړی دی چې د اوربند په اعلانولو سره بین الافغاني خبرو ته خپله اراده ثابته کړي.