امریکا په ایران او عراق کې پر ۲۰ کمپنیو او یو شمېر افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل. د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي، په نویو بندیزونو کې په ایران او عراق کې هغه ۲۰ مخکښ سوداګریز شرکتونه، لوړپوړي چارواکي او کاروباریان دي چې یا یې د ایران د سپاه پاسداران په ملاتړ یا د دې ځواک او د هغه د قدس څانګې په نیابت فعالیت کاوه. د بیان له مخې دا شرکتونه او افراد همداراز تورن دي چې په عراق کې یې د کتائب حزب الله یا عصائب اهلالحق په څېر ایران پلویو ترورېستي ډلو ته وژونکې مرستې ور رسولې او د غیر قانوني پیسو د سپینولو په فعالیتونو کې ښکېل وو. ویل کېږي دا شرکتونه او افراد یمن ته قاچاقي وسلې وړي. د نویو بندیزونو له مخې د دې کمپنیو او افرادو شتمنۍ په متحده ایالاتو کې کنګل کېږي او امریکايي شرکتونو ته له دوی سره د معاملې اجازه نه ورکول کېږي.