له شا او خوا دوو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو بیې ورځ په ورځ لوړېږي. د کابل ښار د خوراکي توکو دکانداران د بیو لوړول مني، خو وايي دغه مواد له لویو مارکېټونو او عمده پلورونکو څخه په لوړه بیه پېري او په لوړه بیه یې پلوري. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د هېواد له شمالي هېوادونو سره بندرونه خلاص دي او واردوونکي هڅه کوي چې په بازارونو کې د خوراکي موادو کموالی را منځته نه شي. د سوداګرۍ وزارت وايي، اوس د تورخم له بندره پرته، د افغانستان ټول بندرونه د افغان واردوونکو پر مخ خلاص دي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په کې د صادروونکو هېوادونو لهخوا یو لړ محدودیتونه رامنځته شوي او دغه محدودیتونه د بندرونو د بندېدو په معنی نه دي. حکومت د خوراکي موادو پلورونکو ته خبرداری ورکړی چې د خلکو له اندېښنو دې ناوړه ګټه نه اخلي او له احتکار څخه دې په جدي توګه ډډه وکړي.