امریکا په کرونا د اخته کسانو د شمېر له نظره تر چین وړاندې شوه. په امریکا کې د پنجشنبې په ورځ د کرونا ۱۳ زره ۷۳۵ نوې پېښې ثبت شوې او په دې ډول په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر چین واوښت. په چین کې ۸۱ زره ۲۸۵ تنه په کرونا اخته دي خو په امریکا کې اوس ۸۱ زره ۹۴۶ تنه کرونا ویروس لري. دغه راز ایټالیا کې هم د کرونا ویروس زیاتې پېښې ثبت شوي دي. تراوسه پورې دکرونا، ناروغۍ تر ټولو زیات کسان په همدې هېواد کې مړه شوي.