د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي مارکس پوتزل سره خبرې کړې دي. دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سولې پر بهیر بحثونه کړي دي. یادو استازو په افغانستان کې اوسنۍ نا امني د جدي اندېښنې وړ بللې ده او تمه یې څرګنده کړې چې په مذاکراتو کې پرمختګ وشي او د خبرو له لارې د روانې جګړې د پای لپاره یو دایمي حل پیدا شي. یادو دواړو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي خو دلته اوسني تاوتریخوالي او نا امنۍ هم اندېښمن کړي دي.