د ولسي جرګې غړو په کابل او نورو ولایتونو کې پر وروستي امنیتي وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او پر امنیتي ادارو یې سختې نیوکې کړې دي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې امنیتي میثاق او د حکومت ورته نور پلانونه بې مانا او بې ګټې دي او په هېواد کې یې د امنیت له راتګ سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې. وکیلانو همدا راز ویلي چې امنیتي ادارې دې د ولس د تېر ایستلو پر ځای په عملي توګه د امنیت د تامین لپاره ګامونه اوچت کړي. دوی همدا راز ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال د څو اونیو لپاره د کابل د امنیت مسوول ټاکل شوی دی، خو هېڅ راز لاس ته راوړنه لري او په امنیتي وضعیت کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی. د ولسي جرګې غړو داسې مهال پر امنیتي ادارو نیوکه کړې، چې د شنبې په ورځ یې د امنیتي ادارو مسوولین وربللي وو، خو د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د ناندریو له امله دغه غونډه بې پایلې وه.