د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان ویلي چې د افغانستان په چارو کې د ملګري ملتونو همکاري اړینه ده او دا سازمان دې د بین الافغاني مذاکراتو برخه کې لازمه همکاري وکړي. طاهریان دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګري ملتونو له ځانګړې استازې دبورا لاینز سره په لیدنه کې کړې دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت او دغه راز بین الافغاني مذاکراتو مفصلې خبرې اترې کړې دي. طاهریان ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو پرمختګ د نړیوالې ټولنې له همکارۍ پرته ممکن نه دی نو د دوی په ګډون ټول هېوادونه باید په دې برخه کې مرسته وکړي. دواړو لوریو دغه راز په تېرو درېیو میاشتو کې د تلفاتو پر لوړېدو اندېښنه څرګنده کړې او د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه یې کړې ده.