بلاروس وایي له افغانستان سره په بېلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي. د تاجکستان لپاره د بلاروس سفیر اوليګ ایوانف کابل ته راغلی و او دلته یې له ګڼو افغان چارواکو، سوداګرو او سیاسي فعالینو سره کتلي دي. بلاروسي رسنۍ وایي سفیر په کابل کې له افغان لوري سره د اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو اړیکو پر رامنځ ته کولو او ددواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ پر فرصتونو خبرې کړې دي. ایوانف ویلي چې بلاروس له افغانستان سره د پراخو او ښو اړیکو غوښتونکی دی او ښه به وي چې دواړه هېوادونه په خپلو کې ګډو کنفرانسونو او د سوداګرۍ لپاره د لا ډېرو زمینو پر برابرولو خبرې وکړي. نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې د امنیت له ښه کېدو سره سم به بلاروسي کمپنۍ دلته په بېلو برخو کې پانګونې کوي.