د فرانسې حکومت وايي، په وروستۍ یوه اوونۍ کې چې خلک د کرونا له ډاره په کورونو کې قرنطین شوي دي، د کورني تاوتریخوالي پېښې هم ورسره له ۳۰ سلنې زیاتې شوې دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټف کاسټنر په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، د قرنطین له کبله په کورونو کې په طبیعي ډول د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي. نوموړي ویلي، لږ تر لږه په پاریس کې له ۳۲ څخه تر ۳۶ سلنې پورې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي. د کاسټنر په وینا دوی داسې اقدامات ترسره کوي چې په کور کې له تاوتریخوالي سره مخ قرنطین شوي خلک د پولیسو اسانه مرسته ترلاسه کړي او له همدې کبله یې په درملتونو کې ځینې اخطاریې هم راځړولې دي تر څو په عاجلو خوراکي توکو پسې تلونکي کسان باخبره وساتي.