امریکايي فارن پالیسي نشریې په یوه مقاله کې د افغانستان اوسنی وضعیت له دیرش کاله مخکې وضعیت سره پرتله کړی دی. د سرچینې په خبره دیرش کاله وړاندې د ډاکټر نجیب الله حکومت د روسانو د وتلو له امله سقوط و نه کړ، بلکې د بهرنیو مرستو د درېدو او طبیعي ګازو د صادراتو تر بندیدو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله سقوط شو. فارن پالیسي لیکي افغانستان په اوسني وضعیت کې تر درېیو لسیزو وړاندې اوس ډېر پر بهرنیو مرستو متکي دی او د مرستو کمېدل د مرکزي حکومت د کمزورۍ سبب ګرځي. دغه نشریه د امریکا له لوري د یو میلیارد ډالر مرستو درولو ته په اشارې وايي چې دغه ډول اقدامات د افغانستان لپاره خطرناک دي او په دې هېواد کې د پیاوړي مرکزي نظام د کمزورۍ سبب ګرځي.