د المان د علمي پلټنو او څېړنو وزیرې انیا کارلېڅيک په یوه خبري غونډه کې ویلي دوی هڅې پيل کړې چې د کرونا ضد واکسین جوړ کړي. د نوموړې په خبره اوس په همدې اړه پر څېړنو کار روان دی خو ددغه ویروس ضد واکسین جوړول د بېړې کار نه دی. د انیا په وینا دوی باید هېڅ راز تېروتنه و نه کړي او ځانونه ډاډه کړي چې واکسین یې ګټور او کارنده دي. تر دې وړاندې هم یوې الماني کمپنۍ د کرونا ضد واکسینو د جوړولو خبره کړې وه. د نړۍ ډېری هېوادونه هڅه کوي ددغه وژونکي او مخ پر پراختیا ویروس د خورېدو مخه ونیسي او د درملنې لارې چارې ورته وپلټي.