که څه هم چې په ټوله اروپا کې د کرونا ناروغي او وېره خپره ده، خو په دې لویه وچه کې بیلاروس هغه هېواد دی چې چارواکي یې خپلو خلکو ته په ورځني ژوند کې د بدلون سپارښتنه نه کوي. د بيلاروس ولسمشر الیکزاندر لوکاشینکو وایي، په هېواد کې د کرونا وېروس د نه خپرېدو لپاره هېڅ احتیاطي تدابیرو ته اړتیا نشته. اوکراین هم له کورونا وېروس سره د مبارزې په پار بیړنۍ حالت اعلانوي، روسیې ښوونځي تړلي، پر لویو لویوغونډو یې هم بندیزونه لګولي او همدارنګه ټول تلونکي او راتلونکي پروازونه یې هم ځنډولي، خو د بيلاروس پولې پرانیستې دي، خلک خپلو دندو ته ځي او د بېړني حالت لپاره یې هېڅ تدابیر نه دي نیولي. تر اوسه په بيلاروس کې د کرونا پر وېروس ۸۶ تنه اخته شوي چې دوه ناروغان یې مړه شوي هم دي.