د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغه ټیم د حکومت له لوري جوړ شوی دی او د ټولو اړخونو استازیتوب نه کوي. د سرچینې په خبره د هوکړې له مخې باید په مذاکراتو کې ګډونکوونکي کسان د حکومت استازي نه وي بلکې د یوه سیاسي جهت په توګه حکومت هم باید ددغه مذاکراتي ټیم غړی وي، نه دا چې ټول ټیم د حکومت په خوښه جوړ شي. طالبانو ویلي دوی له هغه پلاوي سره خبرې نه کوي چې د یوې ډلې یا یوه ګروپ استازیتوب وکړي او نورې خواوې دې له دې جوړ شوي ګروپ ناراضه وي. د وسله والو طالبانو ویاند ادعا کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اعلان شوی پلاوی د حکومت له لوري جوړ شوی دی او دوی ته د منلو نه دی. طالبانو له ټولو لورو غوښتي چې د بین الافغاني خبرو لپاره سره کېني او په دې برخه کې د خنډونو له جوړولو لاس واخلي.