د کرونا ویروس له کبله که څه هم د کابل چارواکي لا د دغه ښار د قرنطین په اقدام نه دي توانېدلي، خو د بادغیس خلکو بیا د حکومت پرېکړې ته له انتظار پرته دا ښار قرنطین او تړلی دی. د بادغیس د ولایتي شورا ییس عزیز الله بیګ ویلي، له تېرې ورځې راهیسې په قلعه نو ښار کې هټۍ او بازارونه تړل شوي او د خلکو تګ راتګ په بشپړ ډول بند شوی دی. نوموړی وايي، په دې اقدام کې حکومت هېڅ رول نه لري او خلکو د کرونا د مخنیوي په خاطر ټول ښار قرنطین کړی دی. د بیګ په خبره په بادغیس کې د کرونا د مخنیوي لپاره هېڅ ډول دولتي امکانات، بودجه او وسایل نشته. بلخوا د بادغیس د والي ویاند نجم الدین برهاني د خلکو دغه اقدام تاییدوي او وايي، چې قلعه نو ښار رښتیا هم په بشپړ ډول د خلکو لخوا تړل شوی دی.