د عامې روغتیا وزارت وايي، که چېرې د کابل خلک د ګرځېدو په برخه کې د کابينې له لوري پر تصويب شوې طرحې عمل ونه کړي، امنيتي ځواکونه به لاس په کار شي. کابينې پرون يوه طرحه تصويب کړه چې له مخې یې سره له ننه په کابل ښار او ولسواليو کې پر ګرځېدو او ځينو نورو برخو محدويتونه وضع شوي خو تر ډېره کابل ښاريانو دغه محدويتونه نه دي عملي کړي. د اړوندې موضوع په اړه د عامې روغتيا وزارت ویاند وحیدالله مایار د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې خلک باید د عامې روغتیا له وزارت سره مرسته وکړي او له خپلو کورونو بايد له اړتيا پرته بهر ونه وځي.د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې له ٣٠ ولایتونو تر اوسه د کرونا ناورغۍ ۱۰۲۰ شکمنې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې د ناتو د څلورو سرتېرو په ګډون ۱١٠ مثبتې دي چې پنځه تنه يې بېرته جوړ شوي هم دي.