امریکا د ولسمشر غني له لوري د مذاکراتي ټیم د اعلان هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي دوی د ولسمشر غني ددې کار هرکلی کوي چې د سولې د خبرو لپاره یې مذاکراتي ټیم اعلان کړی دی او هڅه کوي په دې توګه د سولې لپاره لار هواره کړي. د پمپیو په وینا دا د سولې له بهیر سره د ولسمشر غني همکاري څرګندوي او په کار ده چې ټول اړخونه پر خپلو ژمنو عمل وکړي. نوموړي همدا راز ویلي چې افغان ولسمشر دې د ګډ حکومت د جوړولو لپاره هم اقدام وکړي او په دې توګه دې افغانانو ته د روښانه راتلونکې په جوړولو کې ګام اوچت کړي. نوموړي سوله د افغانستان لپاره مهمه بللې ده او په وینا یې دوی په دې برخه کې هر ډول هڅو ته تیار دي. پمپیو داسې مهال د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي هرکلی کوي، چې طالبانو دغه پلاوی رد کړی دی او په خبره یې له دوی سره ځکه خبرو ته نه کېنی چې د حکومت په خوښه ټاکل شوي دي او ټول اړخونه په دغه پلاوي کې نه دي شامل.