په نړۍ کې د کرونا له امله د وژل شوو کسانو شمېر له دېرشو زرو واوښت. د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله ۳۰۸۷۴ کسه وژل شوي او ۶۶۳۷۴۰ کسه نور په دې ویروس اخته شوي دي. همدا را ۱۴۲۱۸۳ کسه نور له دې ویروس بېرته رغېدلي هم دي. امریکا د اخته کسانو له اړخه د لېست په سر کې ده. تر دې دمه ۱۲۳۷۵۰ کسه په امریکا کې په دې ویروس اخته شوي او ۲۲۲۲ کسه یې وژلي دي. ایټالیا بیا دویم ځای لري. د اخته کسانو شمېر ۹۲۴۷۲ او د وژل شوو شمېر ۱۰۰۲۳ کسه دی. هسپانیا کې ۷۳۲۳۵، جرمني ۷۵۶۹۵، فرانسه ۳۷۵۷۵ او ایران کې ۳۵۴۰۸ کسه په دې ویروس اخته شوي دي.