لوېدیځ هېوادونه په یو ډول له افغانستان څخه لاس اخلي، امریکايي او ناټو ځواکونه د وتلو په حال کې دي، له افغانستان سره د مرستندویانو مرستې هم کمېږي او پاتې کمې مرستې یې هم له سختو شرطونو سره غوټه کېږي. په دې سره د افغانستان حکومت خپله یوه لویه او اساسي تکیه له لاسه ورکوي، خو حکومت هڅه کوي چې دا تشه په سیمه ییزو قدرتونو او ځینو ګاونډیو ډکه کړي. له همدې امله له وروستیو بدلونونو وروسته د افغانستان حکومت له ایران او هند سره ډېر نږدې شوی، اړیکې یې ګرمې شوې دي او یو ډول اصلي تکیه پر همدغو هېوادونو کوي.
خو ایا دا سمه او مناسبه تکیه ده؟
له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمېدو او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته حکومت د هند او ایران پر مرستو تکیه کوي. ویل کېږي چې دغو دواړو هېوادونو د مرستو د ډېرولو او دوام ډاډ ورکړی دی. ځینې نور هېوادونه هم شته، خو دا دوه پکې مهم او اصلي لوبغاړي دي. که امریکايي ځواکونه وځي او نړیواله ټولنه مرستې کموي، نو دوې لویې وېرې دي، یو دا چې طالبان به له نظامي اړخه حکومت لاندې کړي او بل دا چې حکومت به له مالي اړخه کمزوری شي، ملا به یې کږه شي او د سقوط پر پوله به ودرېږي. حکومتي چارواکي دا هر څه درک کوي؛ ځکه د بهرنیو چارو وزیر په واضح ډول ویلي چې مرستې کمېږي او پاتې مرستې لس شرطونه لري. داسې ښکاري چې دا شرطونه به سخت وي او حکومت به یې پوره نه شي کړلی، نو ځکه هند، ایران او ځینو نورو هېوادونو ته مخه کوي. دغو هېوادونو ورسره د مرستو ژمنې هم کړې دي، خو دا مرستې په وینو لړلې دي. هند له وړاندې تورن و چې د ملېشو د جوړولو پروژه پر مخ وړي او غواړي له طالبانو سره د جګړو لپاره د خپلو پخوانیو متحدینو او حکومت پر مټ ملېشې جوړې کړي. ایران بیا د افغان له دې مجبوریت څخه په ګټې اخیستنې خپلې ژورې ګټې پالي. ښايي ایران له حکومت سره مالي مرستې وکړي، خو سر له اوسه هڅه کوي چې د دوو اړخیزو تړونونو له لارې د افغانستان په اوبو کې ځان ته لویه ونډه خوندي کړي او له بله اړخه د عراق په شان له امریکا وروسته په افغانستان کې ژور سیاسي نفوذ پیدا کړي.
خو د ایران او هند دواړو مرستې نه اوسنی حکومت ژغورلی شي او نه هم د افغانستان په خیر دي. دا په وینو لړلې مرستې دي، دواړه هېوادونه غواړي دلته جګړه او وژنې دوام وکړي او له حکومت سره یې مرستې هم په همدې موخه دي. پر ایران او هند تکیه به افغانستان د سیمهییزو لوبغاړو د لوبو پر ډګر بدل کړي، نیابتي جګړې به زیاتې شي او دواړه هېوادونه به له حکومت سره داسې کومه مرسته هم ونه شي کړلی چې د حکومت لپاره پیاوړې تکیه شي. له همدې کبله پر بهرنیانو او بیا پر ناکاره ګاونډیو باید تکیه ونه شي. دا نه د حکومت د ژغورنې لاره ده او نه هم د افغانستان د ژغورنې. پکار ده چې اصلي تکیه پر خپلو خلکو، جوړجاړي او سوله وشي. که سوله ونه شي، نه هند، نه پاکستان او نه هم ایران موږ ژغورلی شي، بلکې لا زیات به مو د جګړو کندې ته ورټېل وهي. پکار ده چې د ژغورنې پر اصلي لاره تکیه وشي، د سولې پروسه جدي وګڼل شي، قرباني ورکړل شي او بالاخره دا پروسه بریالۍ کړل شي. همدا د افغانستان او زموږ ټولو د ژغورنې لاره ده.