ملګري ملتونه وایي نړۍ باید د کرونا د ماتولو لپاره سره یو لاس شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش وایي که نړیوال کرونا ویروس مات نه کړي نو کرونا به انساني ټولنې ماتې کړي. د ګوتریش په خبره د نړۍ ډېری هېوادونه په تېره ځينې افریقايي هېوادونه له دغه ویروس سره د مبارزې په برخه کې کمزوري دي. دده په وینا ټول ملتونه باید ددغه ویروس پر وړاندې له یو بل سره همکاري وکړي. ګوتریش همدا راز وویل چې د ملګرو ملتونو ۸۶ کارکوونکي هم د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په کرونا اخته شوي دي.