د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې د روسیې بیولوژیکي او طبي اژانس په تازه اقدام کې داسې درمل جوړ کړي چې کولی شي کرونا ویروس د انسان د بدن په حجرو کې له منځه یوسي او ددغه ویروس د پرمختګ مخه ونیسي. د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې دغه درمل د روغتیا د نړیوال سازمان له سپارښتنو سره سم جوړ شوي دي خو تر اوسه یې ناروغانو ته د ورکولو سپارښتنه نه ده شوې. روسیې همدا راز ادعا کړې چې ددغه درمل په جوړښت کې له داسې طبي عناصرو هم ګټه اخیستل شوې چې په بدن کې د کرونا د بېرته راګرځېدو او نورو جانبي عوارضو مخنیوی کوي. تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم روسیې په اړه لا ډېر معلومات خپاره کړي دي.