سویلي کوریا نن وروسته له هغه پر شمالي کوریا انتقاد وکړ چې دوه مشکوک بالستیک توغندي یې د سمندر پر لور وتوغول. سویلي کوریا دا کار په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هڅه کوي یو ناسم کار بللی دی. د سویلي کوریا پوځي چارواکو ویلي، چې د لنډ واټن ویشتونکي توغندي د شمالي کوریا له سواحلو څخه توغول شوي او د ۳۰ کیلومترو په لوړوالي په سمندر کې غورځېدلي دي. د جاپان دفاع وزارت وايي، ښکاري چې دا بالستیک توغندي وو، خو د جاپان په اوبو یا ځانګړي اقتصادي زون کې نه دي راپرېوتلي.