د سولې په چارو کې ددولت وزارت وایي طالبان د سولې پلاوي پر ترکیب ملاحظه لري، خو په دغه پلاوي کې هېڅ راز بدلون نه راځي. د یاد وزارت ویانده ناجیه انوري وایي که طالبان د سولې نیت لري نو ښه به وي چې له دغه پلاوي سره خبرې وکړي، ځکه دا پلاوی له بېلو سیاسي جهتونو او نفوذي کسانو سره تر مشورې وروسته جوړ شوی دی. په ورته مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي رونالډ کوبیا هم ویلي چې طالبان دې له پلاوي سره خبرې پيل کړي، ځکه که خبره د پلاوي په ترکیب وي نو د طالبانو پلاوی هم د ټولو افغانانو استازیتوب نه شي کولی. افغان حکومت وروسته تر دې دغه څرګندونې کړې چې طالبانو د حکومت له جوړ شوي پلاوي سره مخالفت وښود او په وینا یې له دوی سره خبرو ته نه کېني.