د مسکو ښاروال وایي، چې په دغه ښار کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی. سرګي سابیانین ویلي، په مسکو ښار کې پردغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر زرو تنو واوښت. نوموړي پر خپله وېب پاڼه لیکلي، د کرونا ویروس خپرېدل نوې مرحلې ته داخل شوي او دغه ویروس په خوار چټکۍ د خورېدو په حال کې دی. ده له ټولو ښاریانو په تېره بیا له هغه کسانو چې عمرونه یې له ۶۵ کلونو لوړ دي غوښتنه کړې، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او هغه کسان چې په ښارونو کې کرځي ټاکلې فاصله دې مراعات کړي.