کورنیو چارو وزارت وایي پر کابل ښار ۱۴ راکیټي بریدونه شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په تازه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د کابل ښار په بېلو برخو راکیټي بریدونه شوي دي. هغه وایي چې دا راکیټونه د هستوګونې په سیمو کې لګېدلي. دده په خبره د لسمې حوزې اړوند سیمې، د چهار کلا د برېښنا برج، طاهري کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نږدې، ګل سرخ څلور لاره، صدارت څلور لاره، پل باغ عمومي، سپین زر سړک، د ملي آرشیف څنګ، لیسه مریم او پنځه سوه فامیلۍ هغه سیمې دي چې دغه راکیټونه پر لګېدلي دي. ارین زیاتوي چې په دې راکیټي بریدونو کې درانه مالي زیانونه اوښتي او تر څنګ یې درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. هغه وایي د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې خو دا د افغانستان د دښمنانو او ترهګرو ډلو کار دی.