د هرات د بندخونې مدیر میوند صمدي وايي، چې د ولسمشر غني د فرمان له مخې او د کرونا وېروس د مخنیوي په هدف له دغه زندانه ۵۰۰ بندیان ازادېږي. هغه زیاتوي، چې تېره شپه له دغه زندان څخه ۱۴۱ زندانیان خوشي شوي او د نورو د خوشي کېدو لړۍ روانه ده. صمدي زیاتوي، چې دغه بندیان په وړو جرمونو مجرم پېژندل شوي دي. دغه اقدام پر داسې مهال اخیستل کېږي، چې ټاکل شوې د ولسمشر غني د فرمان له مخې، د هېواد له زندانونو ۱۰ زره هغه بندیان خوشي شي، چې دوسیې یې جدي نه دي. خوشي کېدونکي بندیان په ترهګریزو بریدونو تورن نه دي او کورني او بهرني امنیت ته ګواښ نه پېښوي.