د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت له مذاکراتي پلاوو سره کتلي دي. مایک پمپیو پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې په دې سفر کې یې په مذاکراتو کې رامنځ ته شوی پرمختګ ستایلی دی او د لا پرمختګ او چټکتیا غوښتنه یې کړې ده. دده په خبره د سفر تر ټولو مهمه موخه یې دا وه چې خبرې چټکې شي او ژر تر ژره دواړه لوري یوې پایلې ته ورسېږي. بلخوا د افغان حکومت مذاکراتي ټيم بیا وايي دوی مایک پمپیو ته ویلي چې د افغان حکومت له ګڼو اقداماتو سره سره طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او دغه ډله اوربند ته نه تیارېږي. طالبان بیا وایي له پمپیو سره یې په خبرو کې ویلي چې ددوحې هوکړه باید عملي کړل شي، د طالبانو مشران له تور لېست و ایستل شي، شوې ژمنې دې ترسره شي او د سولې په لار کې دې ټول خنډونه ختم کړل شي. مایک پمپیو داسې مهال د طالبانو او حکومت له مذاکراتي پلاوي سره ګوري چې د سولې خبرې ټکنۍ دي، خو دلته جګړه خورا خونړۍ شوې ده.