د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په دوحه کې له طالبانو او افغان مذاکراتي ټیم سره له لیدنې وروسته ویلي چې دواړه لوري یې د سولې په برخه کې لا زیات پرمختګ ته هڅولي او د سفر اصلي موخه یې هم همدا وه. افغان مذاکراتي پلاوی وايي چې پمپیو ته یې د طالبانو له تاوتریخوالي شکایت کړی، خو طالبان وايي چې له پمپیو سره په لیدنه کې یې د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو او له تور لېسته د طالب مشرانو پر ایستلو او د ژمنو پر عملي کېدو بحث او خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دوحې ته ورغلی و چې له افغانستان سره د مرستو په موخه جینوا کنفرانس کېدونکی دی او هلته په سوله کې پرمختګ او سراسري اوربند د مرستو لپاره د شرطونو په توګه مطرح کېږي. له بله اړخه پمپیو په داسې حال کې له طالبانو او افغان پلاوي سره ګوري چې امریکا د خپلو ځواکونو ایستل چټک کوي او ټاکل شوې چې په راتلونکو څه کم دوو میاشتو کې د خپلو سرتېرو شمېر دوو زرو ته را ټیټ کړي. د امریکايي ځواکونو د وتلو پر وړاندې تر ګردو لوی خنډ په افغان سوله کې ستونزې ګڼل کېږي چې ښایي د تاوتریخوالي د دوام سبب شي او بیا وروسته همدا تاوتریخوالی او جګړې امریکا ته یو سرخوږی جوړ کړي. له همدې امله امریکا هڅه کوي چې د ځواکونو تر وتلو وړاندې د سولې په برخه کې چټک پرمختګ وشي. امریکا غواړي چې د دوی د ځواکونو له چټک کمولو سره هممهاله په سوله کې هم چټک پرمختګ وشي او ورسره دا اندېښنه پیکه شي چې په افغانستان کې به جګړې دوام کوي. که څه هم ټول امریکايي سرتېري به ژر ونه وځي او بیا به هم دوه زره امریکايي ځواکونه تر راتلونکو څو میاشتو پورې پاتې وي، خو امریکايي اړخ به هڅه وکړي چې د ټولو ځواکونو له وتلو سره د سولې پروسه بریالۍ کړي او دواړه اړخونه پر یو ګډ حکومت توافق ته ورسوي.
نه یوازې د امریکايي ځواکونو وتل، بلکې د نړیوالو مرستې پر سوله او اوربند پورې غوټه کول، خپله دا مانا لري چې په دې خبرو کې باید پرمختګ وشي. حکومت او طالبان به دواړه له سخت فشار سره مخ شي او حکومت به ځکه له ډېر فشار سره مخ شي چې پر بهرنیو مرستو چلېږي او هغه مرستې اوس په سوله کې په پرمختګ پورې مشروطې شوې دي. له همدې کبله د سولې په خبرو کې به مهم او اساسي پرمختګ وشي او دواړه لوري به ډېر هغه څه ومني چې تر اوسه پورې یې نه منل.
د سولې په خبرو کې پر ښکېلو اړخونو د فشارونو او ممکنه پرمختګونو سره سره، یوه اندېښنه دا ده چې هر څه د بهرنیو پر فشار او غوښتنه مخ ته ځي او ښکېل افغاني لوري له خپله اړخه کوم مثبت ګام نه اخلي. دا فشارونه کمېدلی او زیاتېدلی شي، چې ورسره د ستونزو وېره هم وي. له بله اړخه کله چې دواړه اړخونه سولې ته واقعي تمایل ونه لري او هر څه د بهرني فشار په وسیله مخ ته ولاړ شي، بیا افغاني ګټې ډېرې زیان ويني او تر ډېره د بهرنیو ګټو ته پام کېږي.