امریکایي سناتور لیندسي ګراهام په امریکا کې له افغان سفیرې سره د خبرو پر مهال ویلي چې له افغان ځواکونو سره به د امریکا مرستې دوام کوي. دده په خبره په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه روانه ده او امریکا به د سولې هوکړې له لاسلیک سره سره د ترهګرو پر وړاندې مبارزه کې د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د سولې روان بهیر وکړی شي په افغانستان کې دایمي ثبات او سوله تامین کړي. هغه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هم خبرې کړې دي او په خبره یې که په افغانستان کې جګړه ختمېږي نو د بهرنیو ځواکونو حضور ته هم اړتیا نه پېښېږي.