ولسمشر غني وایي چې افغان ځواکونه اوس پیاوړي شوي او په دې وروستیو کې یې ډېری ولسوالۍ بېرته د طالبانو له کنټروله ایستلې دي. هغه زیاته کړې چې افغان امنیتي ځواکونه اوس ۹۵ سلنه عملیات په خپله پلانوي او تر سره کوي. غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د افغان ټولنې نیمایي وګړي نوې دیموکراسۍ کې زېږېدلې او وده یې کړې ده. نوموړي زیاته کړې، دوی په دیموکراسۍ کې یو منسجم غږ او مشخصه موخه پیدا کړې ده او تېرې لاسته راوړنې باید وساتل شي. ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې د سولې پروسې بریا، د تاریخ د تکرار مخنیوي او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ او همکاري خورا ډېر اهمیت لري او دوی به له ټولو هېوادونو سره خپلو نیکو روابطو ته دوام ورکړي.