د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بندیانو د خوشي کولو لپاره د تماس ډلې ترمنځ ویډیويي خبرې شوې دي. په دې خبرو کې پر دې هوکړه شوې چې د طالبانو یو پلاوی به د نړیوال سره صلیب په ملاتړ افغانستان ته راځي، بیا به په بګرام کې افغان حکومت ددوی کوربه وي. دغه پلاوی به د زندانیانو د ازادولو په برخه کې همکاري کوي او په دې توګه به د سولې لپاره د راتلونکو پرمختګونو لپاره ګامونه اوچتېږي. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د ځینو دلایلو له امله افغانستان ته د طالب پلاوي سفر ځنډېدلی دی. دغه پلاوی له پلازمینې دوحې راځي او ښایي څو ورځې په بګرام نظامي اډه کې وي.