د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په تېره یوه میاشت کې په هرات کې د اسلام قلعې بندر له لارې نږدې سل زره ناقانونه افغان کډوال له ایران خپل هېواد ته ستانه شوي دي. تر دې وړاندې هم د هرات ولایت ځايي چارواکو ویلي وو چې هره ورځ تر اته زره پورې افغان کډوال د اسلام قلعې بندر له لارې افغانستان ته را اوړي چې په دې سره په دغه ښار کې د کرونا ویروس د پراختیا وېره هم ډېره شوې ده. تر هغه وروسته چې له ایران افغانستان ته د کډوالو راتګ پیل شو، په هرات ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوې او اوس هم په ډيری ثبت شوو پېښو کې په کرونا اخته کسان له ایران راستانه شوي خلک دي. افغان حکومت کورنیو ته سپارښتنه کوي چې له ایران له راستانه شو خلکو سره تر ۱۴ ورځو پورې ناسته ولاړه و نه لري او راغلي کډوال هم باید د خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره له دوی لرې وي او په دې توګه دې د ویروس له انتقال مخنیوی وکړي.