افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له سفر وروسته ښکاري چې کابل یو ځل بیا پاکستان ته یو اړخیز امتیازات ورکوي. ولسمشر غني د یوه فرمان له مخې، په افغانستان کې د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو امر کړی دی. له بله اړخه د پاکستان او افغانستان ترمنځ په یوه رسمي سند کې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ په تړاو پاکستان ته سپیناوی ورکړل شوی دی. پوښتنه دا ده چې دا یو اړخیز امتیازات چې د څه په بدل کې ورکول کېدل، ایا هغه لاسته راغلي دي او که نه؟ د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي د سیاسي چارو شنونکي هر یو؛ لطیف آرش او فدا محمد نظري. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.