عامې روغتیا وزارت وایي که د خلکو همکاري موجوده وي نو په افغانستان کې د کرونا ویروس کنټرول شونی دی. د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، چې دوی د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره ټول تدابیر نیولي دي او د خلکو همکاري هم د پام وړ ده. دده په خبره خلکو د تېرو ورځو په پرتله د ګرځبندیز اصولو ته درناوی کړی دی او هڅه کوي چې له تګ راتګ ډډه وکړي. نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې زغم ولري او په رامنځ ته شوي بحراني وضعیت کې له خپل حکومت سره همکاري وکړي. هغه پر ښکیلو لورو هم غږ وکړ چې په دې حساسو شرایطو کې له جګړو او نښتو لاس واخلي او پر ځای یې روغتیايي کارکوونکو ته زمینه برابره کړي چې له ولس سره همکاري وکړي. عامې روغتیا وزارت وایي چې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې یې د کرونا د احتمالي پېښو د ډېرېدو په صورت کې ځینې ځایونه ځانکړي کړي دي او د اړتیا په صورت کې به له خلکو سره همکاري کوي. ده ټینګار وکړ چې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د افغانستان وضعیت ښه دی او که د خلکو همکاري همداسې روانه وي نو کرونا په افغانستان کې د کنټرول وړ ده. ده بیا هم سپارښتنه وکړه، چې ټول په خپلو کورونو کې پاتې شي او له تګ راتګ ډډه وکړي.