د غزني د ولایتي شورا غړي وایي چې په نننۍ چاودنه کې ۲۳ کسه وژل شوي دي. د غزني د ولایتي شورا یوه غړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نننۍ چاودنه له هاموې ټانک په استفادې ترسره شوې چې له امله یې ۲۳ کسه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. د غزني د والي ویاند هم له رسنیو سره په خبرو کې چاودنه تایید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. عیني شاهدان وايي چې چاودنه خورا درنه وه او ښایي مرګ ژوبله یې هم ډېره وي. د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی. بلخوا په زابل ولایت کې هم ددغه ولایت د ولایتي شورا پر غړي عطا جان حق بیان هم ځانمرګی برید شوی دی او ویل کېږي چې نوموړی په دې پېښه کې ټپي شوی دی.