د وروستیو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې تر دې دمه ۷۸۵۷۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، د مړو شمېر ۳۷۸۱۴ کسه ته رسېدلی دی او ۱۶۵۶۰۶ کسه بېرته رغېدلي دي. د راپورونو له مخې امریکا د مثبتو پېښو له اړخه لا هم د لېست په سر کې ده او ۱۶۴۲۴۸ کسه تر دې دمه په امریکا کې په کرونا اخته شوي دي. همدا راز په دغه هېواد کې ۳۱۶۴ کسه کرونا مړه کړي دي. په ایټالیا کې د مړو شمېر ۱۱۵۹۱ ته رسېدلی او مثبتې پېښې یې ۱۰۱۷۳۹ ته رسېدلې دي. په هسپانیه کې مثبتې پېښې ۸۷۹۵۶، په جرمني کې ۶۶۸۸۵، په فرانسه کې ۴۴۵۵۰، په ایران کې ۴۱۴۹۵، په برېتانیا کې ۲۲۱۴۱، په پاکستان کې ۱۷۱۷ او په سعودي عربستان کې ۱۴۳۵ ته رسېدلی دی.