د انګلستان او جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو لړۍ پایته ورسېده، چې پکې انګلستان لوبډلې په پرله پسې دریو لوبو کې بریا خپله کړه او سیالې لوبډلې ته یې وایټ واش ماتې ورکړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ ٣مه نړيواله شل اوريزه لوبه تیره شپه په کېپ ټاون کې ترسره شوه، چې افريقا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه. افريقا لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۲ منډو هدف ورکړ. د افریقا لپاره په توپ وهنه کې راسي ون در دوسين په ٣٢ توپونو ډیرې ٧٤ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د ١٩٢ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ١٧.٤ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې د جنوبي افريقا لوبډلې ته ماتې ورکړه. د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې بیا ډيويډ ملن د ٥ شپږيزو او ١١ څلوريزو په مټ په ٤٧ توپونو ٩٩ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د لوبې د غوره لوبغاړي او همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزې ډيويډ ملن ترلاسه کړې چې ښه ځلېدلی و. د یادولو ده چې د انګلستان او افريقا لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم پيلېږي، چې لومړۍ لوبه به یې د روانې دسمبر میاشتې په ٤مه نېټه ترسره شي.