ولسمشر د ملي امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، افغان حکومت باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وسایلو له ترمیماتو، سونتوکو او نورو لګښتونو سپما وکړي او د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو خپلې چارې په پوره دقت تنظیم کړي. ولسمشر غني وروسته له دې دغه اقدام ترسره کړی چې امریکا خپلې یو میلیارد ډالر مرستې پر افغانستان کمې کړي. ولسمشر هغه مهال ویلي وو چې دغه پیسې به د امنیتي ځواکونو په لګښت کې په سپما جبران کوي. ولسمشر همدا راز په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي ادارو مشرانو ته سپارښتنه کړې چې افغان سرتېري دې په فعال دفاعي حالت کې وي او له هېواد ددفاع ترڅنګ دې له خپلو خلکو سره په دې سختو شرایطو کې بشردوستانه مرستو او همکاریو ته هم تیار وي.