د راپورونو له مخې امریکا په عراق کې د خپلو پوځيانو د ساتنې لپاره په ځينو اډو کې د پاتریوت توغندي ځای پر ځای کوي. له دې سره هممهال د عراق لنډ مهالي لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د عراق له اجازې پرته د دې هیواد له خاورې د هر ډول برید په اړه خبرداری ورکړی دی. د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د دې توغندیو لومړۍ جوپه تېره اونۍ د عراق عین الاسد هوايي اډې ته لېږدول شوې او د ځای پر ځای کېدو په حال کې ده.