د امریکایي چارواکو په خبره دا لومړنی امریکايي پوځي دی چې په کرونا د اخته کېدو له امله مړ کېږي. د امریکا ددفاع وزارت ویلي چې تر دې دمه د ۵۸۶ امریکایي عسکرو د کرونا ازمویښت مثبت ښوودل شوی دی. همدا راز د امریکا ددفاع وزارت ۴۵۰ ملکي کارکوونکي هم په کرونا اخته دي. په امریکا کې بیا ټول ټال د کرونا له امله د وژل شوو شمېر له درېیو زرو اوښتی دی. کرونا په امریکا کې د چټکې پراختیا په حال کې ده. تر دې دمه په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر تر ټولو ډېر دی او ۱۶۴۲۶۶ کسه په کرونا اخته شوي او ۳۱۷۰ کسه یې وژلي دي.