د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ لومړنۍ غونډه پرون وشوه چې پکې د سولې د روانې پروسې په تړاو پر ګډ دریځ، اجماع او ملاتړ ټینګار وشو. په دې غونډه کې هغو سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه چې په تېرو ۱۹ کلونو کې حکومتي چارواکي وو. غونډې ته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت مشر صلاح الدین رباني نه وو ورغلي. دغه راز د رحمت الله نبیل په ګډون غونډې ته د څلورو سیاستوالو د ورتګ مخنیوی هم شوی و. ټاکل شوې چې د مصالحې عالي شورا تشکیل او اړوندې کمېټې یې هم ژر بشپړې شي.
د مصالحې د عالي شورا جوړېدل د سولې په پروسه کې له څو اړخونو مهم ګام ګڼل کېږي: لومړی دا چې په دې سره به په کابل کې د سولې په تړاو د ټولو اړخونو غږونه اورېدل کېږي. دویم دا چې د سولې په تړاو تصمیمونه به د یوه شخص او یوې کړۍ له انحصاره ووځي. درېیم دا چې په دې سره سولې ته د تمایل او ارادې یو ښکاره پیغام ورکړل شو. څلورم دا چې په دې سره د اشرف غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ شوی سیاسي توافق هم عملي کېږي. د دې شورا جوړېدل به ګڼې نورې ګټې هم ولري.
خو د دې تر څنګ په دې تړاو څو اساسي اندېښنې هم شته چې که ورته پام ونه شي او سمه حللاره ورته پیدا نه شي، نو ستونزې هم زېږوي:
لومړی: دا شورا باید صلاحیت او واک ولري. د سولې په تړاو ټول تصمیمونه باید په همدې شورا کې له بحث او مشورو وروسته ونیول شي. دلته نیول کېدونکي تصمیمونه باید وروستي وي. که دې شورا ته د سولې د عالي شورا په شان کتل کېږي، چې غړي به یې یوازې معاشونه اخلي او سمبولیک کارونه به کوي، نو بیا نه یوازې دا چې ګټه نه کوي، بلکې زیان هم کوي او د سولې په پروسه کې به پر یو خنډ بدله شي. له همدې امله ولسمشر باید د دې شورا نظریاتو او پرېکړو ته درناوی وکړي او د سولې په تړاو هر تصمیم او ګام باید له همدې شورا تېر شي.
دویم: دا شورا لا هم نیمګړې ده؛ ځکه له یوه اړخه پکې ځیني مهم سیاسي مشران نشته او د ولسمشر د شخصي تمایل او سلیقي له مخې ترې ایستل شوي او له بله اړخه پکې له ځینو اړخونو ډېر او بې ضرورته کسان ځای پر ځای شوي دي. د مصالحې شورا باید ملي او هر اړخیزه وي. که دا شورا د اشرف غني د سلیقې او ذوق پر اساس جوړېږي، نو په طبیعي ډول به ملي او جامع نه وي. د ملي او جامع شورا لپاره پکار ده چې اوس شخصي ستونزې، سیاسي اختلافات او عقدې څنګ ته شي.
درېیم: شورا باید واحد غږ ولري. په شورا کې سر له اوسه اختلاف شته او ښکاري چې په سختۍ به پر مسایلو توافق کوي. دا سمه ده چې د نظر اختلاف شته، خو په شورا کې باید واحد نظر پیدا شي. ټول نظریات باید واورېدل شي، بحث پرې وشي، خو په پای کې باید واحد نظر پیدا شي. که شورا واحد نظر ونه لري، نو نه یوازې له سولې سره به مرسته ونه کړي، بلکې خپله به پر خنډ واوړي.
پکار ده چې د مصالحې عالي شورا همدغو اندېښنو ته په پام سره بشپړه شي، کار پیل کړي او د سولې د روانې پروسې له بریالیتوب سره مرسته وکړي.