د جرمني حکومت افغانستان ته د هغو افغانانو د جبري ستنولو بهیر ځنډولی چې له غیر قانوني لارو دې هېواد ته تللي دي. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویانده وايي چې د افغان حکومت د غوښتنې له مخې او د کرونا ویروس له وجې رامنځته شوي بحران ته په پام سره یې د افغانانو جبري ایستل موقتاً ځنډولي دي. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې له دې هېواده د ایستل شويو افغان کډوالو وروستۍ جوپه د روانې مارچ میاشتې په ۱۲مه نېټه کابل ته واستول شوه. جرمني ټول ۹۰۷ افغانان افغانستان ته را لیږلي دي.